د افغانستان کلیوالي ښځې څنګه د کورنیو نه مننونکې اقتصادي ستنې شوې؟

حاميه نادري

طرز پرس

26 میزان 1403

02.jpg

په ۲۰۰۷ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اکتوبر ۱۵مه نېټه د «کلیوالي ښځو نړیواله ورځ» په توګه وټاکله. له ۲۰۰۸ کال راهیسې، دا ورځ د کلیوالي ښځو په کورني اقتصاد، کرنیزې ودې، د خوړو په امنیت، او د فقر پر وړاندې مبارزه کې د هغوی د مهم رول په درناوي لمانځل کیږي. همدارنګه، په یوې پرېکړه کې له هېوادونو غوښتنه شوې چې له نړیوالو سازمانونو او مدني ټولنې سره په همغږۍ کې د کلیوالي ښځو د ژوند شرایطو د ښه والي لپاره ګامونه پورته کړي.

خو د افغانستان کلیوالي ښځو حالت خورا د اندېښنې وړ دی. نه یوازې دا چې په دې مناسبت کې دوی په رسمیت ونه پېژندل شول، بلکې هغوی لا هم له ګڼو ننګونو او محرومیتونو سره مخ دي. د افغانستان کلیوالي ښځې د کورنیو د اقتصاد یو له اساسي ستنو څخه ګڼل کیږي او په ورځني ژوند کې حیاتي رول لوبوي.

د افغانستان کلیوالي ښځو اقتصادي رول

د افغانستان کلیوالي ښځې د کورنیو د معیشت اصلي تمویلونکي دي او په بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو کې برخه اخلي. په لاندې کې به ځینې یې یاد شي:

۱- مالداري:
ډیری کلیوالي ښځې د کورنیو د څارویو ساتنه کوي. دا ښځې خپل ورځ د غواوو او پسونو د شیدو د رودلو سره پیلوي او د هغوی لپاره خواړه برابروي. د لبني محصولاتو نه یوازې د کورنۍ د خوړو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د اضافي محصولاتو په پلورلو سره یو څه عاید هم ترلاسه کوي.

۲- چرګان روزنه:
د چرګانو روزنه او د هګیو ټولول هم د کلیوالي ښځو له اساسي فعالیتونو څخه دي. دا کار د خوړو سرچینې برابروي او کورنۍ ته نغدي پیسې هم راوړي، چې د ښځو مالي خپلواکۍ ته مرسته کوي.

۳- کرنه:
کلیوالي ښځې معمولاً د کرنیزو کارونو لکه د حاصلاتو راټولولو او فصلونو کښت کې له سړو سره مرسته کوي. د کورني مسؤلیتونو ترڅنګ، دوی په کرنیزو تولیداتو کې اغیزمن رول لري او ډېرې کورنۍ د هغوی فعالیتونو ته اړتیا لري.

۴- خیاطي او لاسي صنایع:
کلیوالي ښځې همدارنګه په لاسي هنرونو لکه غالۍ اوبدلو، ګنډلو او خیاطي کې بوختې وي. دا فعالیتونه نه یوازې د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، بلکې محصولاتی تولیدوي چې د پلور وړ دي او اضافي عاید راوړي.

د افغانستان کلیوالي ښځو حقوق

سره له دې چې کلیوالي ښځې په اقتصادي برخه کې حیاتي رول لوبوي، خو ډېری یې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې دي. د دودیزو رواجونو له امله، ډېری یې د ځمکې مالکیت یا میراث حق نه لري او په کورنۍ اقتصادي پرېکړو کې برخه نه اخلي. د هغوی اقتصادي او ټولنیز هڅې په منظمه توګه نادیده نیول کېږي او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کم فرصتونه شتون لري.

ننګونې او اړتیاوې

۱- زده‌کړې ته لاسرسی:
یوه له لویو ستونزو څخه چې کلیوالي ښځې ورسره مخ دي، زده‌کړو ته محدود لاسرسی دی. ډېری ښځې له زده‌کړو څخه پاتې شوي، چې دا د دوی اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه نیسي. په کلیو کې د ښوونځیو جوړول او مسلکي روزنې ورکول کولی شي د دې ښځو د ژوند شرایط بدل کړي او دوی ته د معیشتي حالت د ښه کولو نوي فرصتونه برابر کړي.

۲- روغتیایي او رواني خدمتونه:
کلیوالي ښځې زیاتره وختونه کافي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري، په ځانګړې توګه د امیندوارۍ او زېږون په دوران کې. د ګرځنده روغتیایي خدماتو برابرول او د ځایي روغتیايي کارکوونکو روزل کولی شي د هغوی او د کورنیو روغتیا ته وده ورکړي. سربېره پر دې، د هغو ښځو لپاره رواني خدمتونه برابرول چې د جګړې له کبله له تاوتریخوالي یا رواني زیانونو ځوریږي، خورا اړین دي.

۳- ملاتړ کوونکې شبکې:
کلیوالي ښځې ملاتړ کوونکو شبکو ته اړتیا لري ترڅو یو له بل څخه زده‌کړه وکړي او خپلې تجربې شریکې کړي. د همکارۍ او ځایي همیاري ډلو جوړول کولی شي ښځو ته دا وړتیا ورکړي چې د یو بل په مرسته ستونزې حل کړي او په سیمه‌ییز اقتصاد کې اغېزمنه برخه واخلي.

۴- کلیوالي ښځو ته د عدالت نه لاسرسی:
له هغو ننګونو څخه چې کلیوالي ښځې ورسره مخ دي، یو یې عدالت ته د لاسرسي نشتوالی دی. د ځمکې او مالونو په اړه تبعیضي مقررات، د ښځو د حقونو قانوني معلوماتو ته نه لاسرسی، د وکیل لګښتونه، او د کورني تاوتریخوالي په اړه منفي دودونه، او صحرایي محکمې هغه ستونزې دي چې ښځو ته زیان رسوي.

کلیوالي ښځې، سره له دې چې د جغرافیایي او کلتوري توپیرونو له امله مختلفې ونډې لري، خو یوه عامه ستونزه چې ډېری یې ورسره مخ دي، د اقتصادي خپلواکۍ نشتوالی دی. د لږ عاید له امله، د کلیوالي ښځو کار لږ ارزښت لري، په داسې حال کې چې د نارینه او هلکانو کار ته ډېر اهمیت ورکول کیږي. دا چلند سبب کیږي چې ښځې همکاران وګڼل شي او نارینه د کورنۍ سرپرست وبلل شي. دا په داسې حال کې ده چې ښځې د نړۍ د خوړو نیمایي تولید کوي. هغوی په ډیری چارو لکه د خوړو دانو کښت، په کورنیو باغونو کې سبزیجات کرل، کب نیول، په فارمونو کې کار کول او د څارویو ساتنه بوختې دي. د ماشومانو، ناروغانو او زړو کسانو ساتنه هم معمولاً د ښځو مسؤلیت ګڼل کیږي.

۵- کلیوالي ښځې او لاسي صنایعو:
د کلیوالو ښځو یوه له مهمو بوختیاوو څخه د لاسي صنایعو په برخه کې کار کول دي. کلیوالي ښځې کولی شي د لاسي صنایعو د پراختیا، زده‌کړې، پرمختګ، او د تولیداتو د کیفیت لوړولو له لارې ځان‌بساینې ته ورسیږي او خپل ټولنیز وضعیت ته وده ورکړي.
همدارنګه، د وړو صنعتونو پرمختګ او په کلیو کې د فني او مسلکي مرکزونو جوړول، چې د هرې سیمې وړتیاوو ته په کتو وي، د کلیو د پرمختګ له مهمو لارو څخه شمېرل کیږي. په کلیو کې د بنسټیزو امکاناتو لکه اوبو، برېښنا، ګاز، روغتیایي خدمتونو او د لوړو امکاناتو لرونکو ښوونیزو مرکزونو برابرول، د ښځو لپاره قانوني او عدلي مرکزونو جوړول، د نوې کرنې او اوبولګولو طریقو کارول، د کښت ډول بدلول، او د سیمې له اقلیم سره سم د ګټورو محصولاتو کرل کولی شي په کلیوالو سیمو کې، په ځانګړي ډول د کلیوالو ښځو په ژوند کې، مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د کلیوالو خلکو ځواکمنتیا، تر څنګ د تولیداتو زیاتوالی او د کارموندنې ډېرښت، د اقتصاد په پیاوړتیا کې ستره مرسته کوي. کلیوالي سیمې، د تاریخي، طبیعي، او مذهبي جذابیتونو له کبله، د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې د سیاحت هدف ګرځېدلی شي.

د خبرې لنډیز:

د افغانستان کلیوالي ښځې د کورنیو د ناپېژندل شوو اقتصادي ستنو په توګه نه یوازې په اقتصادي او ټولنیزو پرمختیايي پلانونو کې ځای پر ځای شي، بلکې باید د دوی حقونو او اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وشي. د دې ښځو ځواکمنتیا، د زده‌کړې، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي، او ملاتړ کوونکو شبکو د جوړولو له لارې، د دوی او ټولنې د ژوند د شرایطو په ښه کولو کې مرسته کولی شي. دا اړتیا د حکومت او نړیوالو بنسټونو جدي پاملرنه او همکاري غواړي ترڅو د کلیوالو ښځو د ودې او پرمختګ لپاره مناسب شرایط برابر شي.
پدې برخو ته پاملرنه او د کلیوالو ښځو په اقتصاد کې د کلیدي رول په رسمیت پېژندل، د افغانستان د دوامدار پرمختګ او د فقر کمولو په لور یو مهم ګام دی. دا کار نه یوازې د کلیوالو ښځو، بلکې د ټول افغانستان په ګټه دی.