" >

افغانستان

resizecom_121134443_zal2-696x392.jpg

خلیلزاد: لا وختي دی چې د حقاني په اړه خوشبین اوسو، لومړی یې باید وړتیا وګورو

طرز پرس: افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني په اړه د نیویارک ټایمز راپور ته په غبرګون کې ویلي، لا وختي دی چې خوشبینانه باور وشي، ځکه د نوموړي په وینا، لومړی باید د ښاغلي حقاني وړتیا او نیت و ارزول شي.
resizecom_R (1).jpg

۳ پاکستاني پوځيان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي

طرز پرس: باخبره سرچینې طرز پرس ته وايي چې درې پاکستاني پوځيان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي. دا جګړه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۳مه، د هلمند ولایت په برامچه سیمه کې شوې ده.
Pashto (1) (1).jpg

د ایراني ځواکونو په تازه برید کې ۱۵۰ افغان کډوال وژل شوي او ټپیان دي

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې تېره شپه د ایران سرحدي ساتونکو د بیا ځل ډزو له کبله شاوخوا ۱۵۰ تنه افغان کډوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
OIP.jpg

ذبیح الله مجاهد: بلوچستان څخه رهبري کېدونکې د داعش یوه ډله له منځه یوړل شوه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي چې په غور ولایت کې د «فتنه ګرو يو وحشي ګروپ» چې د پاکستان په بلوچستان کې د داعش خراسان لخوا رهبري کېده، له منځه وړل شوی دی.
OIP (2).jpg

د طالبانو یو ویاند: د حماس او طالبانو ارمانونه یو ډول دي

طرز پرس: په داسې حال کې چې طالب چارواکي د حماس او حزب الله ډلې د مشرانو وژل کېدو په اړه له مستقیمو څرګندونو ډډه کړې؛ خو په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد زدران ويلي چي د حماس او طالبانو ارمانونه یو ډول دي.
IMG_4475.PNG.jpg

طالبان: هېڅوک حق نه لري چې له نمبر پلیټ او اسنادو پرته موټر وکاروي

طرز پرس: طالبانو اعلان کړی چې هېڅوک په افغانستان کې له نمبر پلیټ او اسنادو پرته د موټرو او وسایطو د کارولو حق نه لري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
dd3ed4876fa224eec0795ad58e9beb86d882a396-2048x1362.jpg

چین او پاکستان: طالبان باید متوازن سیاست غوره کړي

طرز پرس: بیجینګ او اسلام آباد په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو څخه غوښتي چې په افغانستان کې باید متوازن سیاست غوره کړي او په ورته وخت کې یې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې د معتدل سیاسي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
OIP (1).jpg

طالبان: تورخم کې د وسلو قاچاق په موږ پورې اړه نه لري

طرز پرس: طالبان وايي، په تورخم کې قاچاق شوې وسلې په دوی پورې هېڅ تړاو نه لري او احتمالاً دغه وسلې په نورو هېوادونو کې د تور بازار له لارې اخیستل شوې او قاچاق شوې وي.
R.jpg

حامد کرزی: د جرګې له پرېکړه لیک کلک ملاتړ کوم

طرز پرس: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خیبر پښتونخواکې له ترسره شوې جرګې کلک ملاتړ کړی او ويلي یې دي چې دا په سیمه کې د ستونزو د هوارولو لپاره یو اغېزمن ګام دی.
download.jpg

طالبان: افغان کډوال دې د پاکستان په لاریونونو کې ګډون نه کوي

طرز پرس: طالبانو له افغان کډوالو غوښتنه کړې چې پاکستان کې په ترسره کېدونکو لاریونونو کې دې برخه نه اخلي او خپله بې پرېتوب دې خوندي کړي.