
په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ غواړي له طالبانو سره خپل هر ډول مالي مرستې وځنډوي؛ خو طالبانو د یوناما له مشرې څخه د د دغو نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حفیظ ضیا احمد، پر خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې امیرخان متقي د یوناما له مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، اغلې روزا اتونبایوا، سره «د افغانستان اقتصادي ودې، بشري او پرمختیايي مرستو، او د دغو مرستو د اغېزناکې وېش پر څرنګوالي بحث کړی دی.»
متقي د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو نوي ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، دا مرستې پر طالبانو ځنډولې دي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې دغه مرستې په افغانستان کې مستحقو خلکو ته نه رسېږي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې لوړې مراسمو څخه یوه ورځ مخکې طالبانو ته د «دښمن» کلیمه وکاروله او ټینګار یې وکړ چې له طالبانو سره هر ډول مرستې باید وځنډول شي. هغه همدارنګه وویل چې له طالبانو څخه به د امریکا ټول نظامي تجهیزات هم بېرته ترلاسه کوي.