خلیلزاد: د نجونو تعلیم په اړه د عباس ستانکزي څرګندونې «هیله بښونکی تحول» دی

طرز پرس

1 دلو 1403

_121134443_zal2.jpg

افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغه وروستۍ څرګندونې، «هیله بښونکی تحول» بللی چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې له بندیزونو څخه یې نیوکه کړې وه.

زلمي خلیلزاد د نجونو د زده‌کړو په اړه د اسلامي نړۍ د ناستې له دریځ هم هرکلی کړی دی. نوموړي په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې چې په نوي تعلیمي کال کې دې ژر تر ژره د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي.

عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو د رهبرۍ هغه پرېکړه چې په افغانستان کې یې د نجونو تعلیم بند کړی، ظلم بللی او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د ۲۰ میلیونه انسانانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي. زلمي خلیلزاد هم د نجونو د زده‌کړو بندیز ظالمانه، ناعادلانه، ناسم او د افغانستان د ۲۰ میلیونه ښځو او نجونو پر حقونو ښکاره تېری بللی دی.