راشد خان د علي رضا اساهي له کورنۍ سره د مرستې ژمنه وکړه

طرز پرس

5 دلو 1403

۸۸۸۸۸۸.jpeg

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان، ژمنه کړې چې د فتنس د ملي ټیم غړي علي رضا اساهي د کورنۍ لاسنیوی کوي. د علي رضا اساهي د مړینې خبر تېره ورځ خپور شو او ټاکل شوې ده چې نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپټان راشد خان، د علي رضا اساهي مړینې له کبله ژوره خواشيني څرګند کړې ده. هغه په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه لیکلي: «هڅه کوم چې په دې سختو ورځو کې د خدای بښلي کورنۍ ته رسیدګي وکړم.» راشد خان له نورو هېوادوالو او ورزشکارانو څخه هم غوښتنه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې د علي رضا اساهي له کورنۍ سره مرسته او همکاري وکړي.