د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډېر ژر افغانستان ته سفر کوي

طرز پرس

4 دلو 1403

926d0a60-d952-11ef-a37f-eba91255dc3d.jpg.webp
په کابل کې د ایران سفارت له جزئیاتو پرته، افغانستان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له نږدې راتلونکي سفر، خبر ورکړی دی. دا سفارت د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي ۴مه، په خپل اکس پاڼه کې په لنډ ډول لیکلي: «عراقچي ډېر ژر افغانستان ته سفر کوي.»
 
تر اوسه دا روښانه نه ده چې عراقچي د کوم هدف لپاره افغانستان ته د سفر نیت لري، خو تر دې وړاندې د ایران چارواکو ویلي وو چې هڅه کوي له طالبانو سره د اوبو ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
 
څو موده وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان هم ویلي وو چې د اوبو ستونزه هغه لپاره لومړیتوب ده. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ټیټ رتبه چارواکي ذاکر جلالي، کابل ته د عراقچي د سفر هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی دی.