
د طالبانو د مشر ملا هبتالله د نیولو لپاره د جزا نړیوالې محکمې له غوښتنې وروسته، اوس د طالبانو پخواني چارواکي وايي چې د نجونو د زدهکړو د ستونزې حل، د ټولو په خیر ده.
په اسلاماباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف، وړاندیز کړی چې د نجونو د زدهکړو ستونزه باید د دیني علماوو د یوې غونډې له لارې حل شي. هغه د کندهار چارواکو ته په خبرداري ډول ټينګار کړی چې: «د نجونو د زدهکړو ستونزې حل د ټولو په خیر ده.» ښاغلي ضعیف په خپله اېکس پاڼه کې همداراز د جزا نړیوالې محکمې ته سپارښتنه کړې چې د سیاسي دسیسو ښکار نه شي او خپله خپلواکي وساتي.