
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې خان محمد، چې د دې ډلې يو غړی دی او په امريکا کې د عمري بند سزا پرې لګېدلې وه، د اوږدو مذاکراتو په پایله کې ازاد او طالبانو ته سپارل شوی دی.
طالبانو د خان محمد په بدل کې د امریکايي اتباعو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په ورته وخت کې، امریکايي رسنیو لکه «سيانان» راپور ورکړی چې په دې تبادله کې دوه امریکايي اتباع، رایان کوربت او ویلیام مکنتي، د طالبانو له بنده ازاد شوي دي. د «سيانان» د راپور له مخې، دغه دوه امریکايي بنديان د سهشنبې په ورځ، د دلو میاشتې په دویمه نېټه، امریکا ته انتقال شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، خان محمد نږدې شل کاله وړاندې په ننګرهار کې ونیول شو او په ۲۰۰۸ کال کې په امريکا کې د ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د تړلو جرمونو په تور محکوم شو. طالبانو ويلي چې هغه په کالیفورنیا کې د بند موده تېروله.
قطر، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د څو پړاوونو خبرو مشري کړې وه، په دې تبادله کې یې هم مهم رول درلود او له کابل څخه د امریکايي وګړو د لیږد چارې یې اسان کړي وو.
طالبانو په یوه اعلامیه کې دا تبادله «د خبرو اترو له لارې د مسائلو د حل یوه بېلګه» بللې او د قطر له اغېزمن رول څخه یې مننه کړې ده. دغه ډله د واشنګټن اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو او پراختیا په لور یو مثبت ګام ګڼي.