د طالبانو مشرانو ته د امریکا خبرداری: تر بن لادن لوی انعام ستاسو پر سر ټاکو

طرز پرس

7 دلو 1403

Sen.-Marco-Rubio.webp

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې طالبان د هغې څخه زیات امریکايي اتباع بندي کړي چې مخکې یې په اړه راپور ورکول شوي و. هغه په خپل ایکس کې لیکلي چې د دې په اړه نوي معلومات یې ترلاسه کړي، خو ډېر جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.

روبیو طالبانو ته په ګواښونکي ژبه پر خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: «که دا معلومات رښتیا وي، نو باید د طالبانو مشرانو لپاره یو ستر انعام وټاکو، ان تر هغه هم ډېر چې د اسامه بن لادن لپاره ټاکل شوی و.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په وروستیو کې دوه امریکايي بندیان، رایان کوربت او ویلیام مکینټي، د یو طالب زنداني سره د تبادلې له لارې خوشي شوي دي. د اعلان شويو شمېرو له مخې، یو امریکايي وګړی لاهم د طالبانو په بند کې دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په زندانونو کې د امریکايي بندیانو شمېر له رسمي شمېرو څخه زیات ګڼي.

روبیو چې د طالبانو یو جدي منتقد هم دی، د افغانستان لپاره د امریکا د مالي مرستو د بندولو پالیسۍ یې پیل کړې او په لومړیو ورځو کې د دې پریکړې پراخې اغیزې په افغانستان کې څرګند شوي چې د بېلګې په ډول د افغانيو پر وړاندې د ډالرو نرخ پورته کېدل او په بازارونو کې د خوراکي توکي د قیمت لوړوالي ته ګوته نېولی شو.