عبدالکبیر له سپیدار ماڼۍ: د ملا هیبت‌الله هر حکم ته غاړه ږدم

ترانه سپاهي

طرز پرس

30 جدی 1403

عبدالکبیر-.png

عبدالکبیر، چې تازه د طالبانو د مهاجرینو وزارت سرپرست ټاکل شوی، وایي چې د طالبانو د مشر هغې پرېکړې ته غاړه ږدي چې پر بنسټ یې د هغه مقام د لومړي وزیر له سیاسي مرستیالۍ څخه د مهاجرینو وزارت ته تنزیل شوی دی.

په یوه ویډیويي پیغام کې، چې د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له رسمي پاڼې خپور شوی، ښکاري چې مولوي عبدالکبیر خپله لومړۍ ناسته د دې وزارت له معاونینو او رئیسانو سره ترسره کړې ده. خو ویډیو داسې انګیرل کېږي چې هغه لا هم خپله نوې دنده له سپیدار ماڼۍ څخه اداره کوي. مولوي عبدالکبیر په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې «تغییر او تبدیل» په هر نظام کې یو اصل دی او هغه به د طالبانو د رهبرۍ هېڅ حکم نه‌ماتوي.

دا څرګندونې په داسې حال مطرح کیږي چې د طرز پرس د سرچینو په وینا، عبدالکبیر د ملا هیبت‌الله د وروستۍ پرېکړې په اړه سخت ناخوښ دی، هغه پرېکړه چې پر بنسټ یې هغه له یو مهم سیاسي مقام څخه لرې کړل شوی دی. د ملا هیبت‌الله دغه پرېکړه، چې د سرچینو په وینا د عبدالکبیر او د هغه د پلویانو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده، د طالبانو د مشرتابه په منځ کې د کورنیو اختلافاتو پراخ بحثونه راپورته کړي دي.

منتقدان او د عبدالکبیر پلویان باور لري چې د سیاسي موقف ټیټول د مقاماتو د تغییر او تبدیل له معمول اصولو سره اړخ نه لګوي. په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې تغییر او تبدیل اکثر د مقاماتو د موقف لوړولو او د هغوی د سیاسي رول پیاوړي کولو سره تړاو لري.