
طالبان د تاجکستان او پاکستان اتباع په افغانستان کې د ډېریو بریدونو عاملين بولي او وايي چې دغه اورپکي په پاکستان کې روزل شوي او نظامي تجهیزات یې هم له هغه هېواده ترلاسه کړي دي.
د طالبانو امنیتي کمیسیون نن «چهارشنبه، د تلې ۳مه» په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې د تاجکستان او پاکستان اتباع په افغانستان کې د ډېریو بریدونو عاملين دي. د دغه راپور پر بنسټ، د تاجکستان او پاکستان وګړي د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې مېشت دي او هلته ورته روزنیز مرکزونه او نظامي تجهیزات برابر شوي دي.
په دې راپور کې راغلي چې په تېرو درېو کلونو کې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه تللی؛ خو د دې ډلې یو شمېر مشران او غړي ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون ادعا کوي چې دغه کسان د کراچۍ او اسلاماباد له هوايي ډګرونو څخه نوي جنګیالي جذبوي او هغوی د ځینو اسیایي هېوادونو له لارې بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم ورته ادعاوې کوي او وايي چې د «ټيټيپي» جنګیالي د افغانستان له خاورې تجهیز کېږي او د پاکستان پر وړاندې مرګوني عملیات ترسره کوي.
که څه هم طالبانو دغه ادعاوې رد کړي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې لاهم کړکېچن دي او دواړه لوري په پرلهپسې توګه یو پر بل تورونه لګوي. تازه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني، متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او ګومان کېږي چې د دې سفر موخه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په رغولو کې د اماراتو له نفوذ څخه د ګټې اخیستنې یوه هڅه وي.