افغانستان

WhatsApp Image 2025-02-26 at 13.47.28_79c5157d.jpg

شهباز شریف: افغانستان د وسله والو ډلو د مرکز په توګه باید ونه کارول شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات د سیمې امنیت لپاره مهم دی او له طالبانو څخه یې غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.
WhatsApp Image 2025-02-25 at 13.38.29_01bac1b0.jpg

پاکستان کې یوه افغانه خبریاله او یوه د بشري حقونو فعاله، نیول شـوي دي

سرچینو طرزپرس ته تأیید کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو نن سه‌شنبه، د بشري حقونو یوه فعاله فاطمه سادات او افغانه پخوانۍ خبریاله فهیمه ذاهد، نیولي دي. دا اقدام د افغان کډوالو د نیولو او شړلو د روانې څپې یوه برخه ده، چې په تېرو میاشتو کې شدیده شوې او پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
2466t.jpg

ګلبدین حکمتیار: هېواد په سمه لاره نه ده روان او راتلونکی یې «تیاره» ده

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان پر اوسني وضعیت اندیښنه څرګنده کړې او د هېواد راتلونکی یې «تیاره» بللې ده. هغه ویلي چې افغانستان په «سمه لاره» نه ده روان او خلک د خپل راتلونکو ورځو په اړه بې‌خبر او اندیښمن دي.
OIP.jpeg

ټرمپ: طالبان زموږ په وسلو پوځي رسم‌ګذشتونه کوي، دا حالت باید بدل شي

د امریکا پخواني ولسمشر، دونالد ټرمپ، د جمهوري غوښتونکو په یوې غونډه کې د طالبانو له لوري د امریکايي پوځي تجهیزاتو د نیولو په اړه سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې دا موضوع هغه سخت په غوصه کوي.
WhatsApp Image 2025-02-21 at 15.26.50_308994b4.jpg

سپینه ماڼۍ: طالبان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان مېرمنو ځپل زیات کړي دي

د سپینې ماڼۍ مرستیاله ویانده آنا کلي، اعلان کړی چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، افغان مېرمنې له سختو محدودیتونو او د طالبانو له تګلارو سخته ځورېدلي دي.
e530cb25-81ac-4b83-be85-b836019a4325_690.webp

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان پر افغانستان بشپړ کنټرول نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه تازه څرګندونې کړي او د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې. نوموړي د طالبانو د مطلق حاکمیت ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
F_4H6RvWcAAzw_y.jpeg

د ویانا ناستې ته د طالبانو غبرګون: له طالبانو وروسته افغانستان تصور کېدای نه شي

نوموړي نن «پنج‌شنبه، د کب ۲مه» په کابل کې د یوې غونډې پر مهال، د مخالفو سیاسي څېرو غونډې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو هڅه وبللې او ادعا یې وکړه چې د طالبانو د مشرتابه ترمنځ هیڅ ډول اختلاف شتون نه لري.
GkKkA1-aoAAa4YO.jpeg

د طالبانو د عدلیې وزیر د فساد له کبله استعفا کړې

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ته منسوب یو غږيز پیغام خپور شوی چې په دې پیغام کې نوموړی د فساد پراخوالي او اداري مداخلو له کبله له خپلې دندې د استعفا خبره مطرح کوي.
213_00131 copy (1).jpg

په کندز کې د طالبانو او سله والو ترمنځ نېغ په نیغه نښته شوې

په کندز کې وسله‌واله نښته؛ طالبان په علی‌آباد ولسوالۍ کې له ناپېژندو وسله‌والو سره نښته کړې. د کندز له علی‌آباد ولسوالۍ څخه د طالب جنګیالیو او ناپېژاندو وسله‌والو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
WhatsApp Image 2025-02-14 at 14.54.07_f58dc17e.jpg

د ترکیې او پاکستان مشرانو په افغانستان کې د ثبات او امنیت پر اړتیا ټینګار کړی

د ترکیې او پاکستان مشرانو د افغانستان د سولې، ثبات او امنیت پر ارزښت ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کې د یوه داسې ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، چې باید د ټولو قومونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي.