
د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ، د جمهوري غوښتونکو په یوې غونډه کې د طالبانو له لوري د امریکايي پوځي تجهیزاتو د نیولو په اړه سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې دا موضوع هغه سخت په غوصه کوي.
ټرمپ په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د خپلې واکمنۍ په لومړي پړاو کې یې د امریکا پوځ بیا رغولی، خو د پام وړ نظامي تجهیزات یې په افغانستان کې پاتې شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې طالبان اوس دا تجهیزات د خپلو پوځي پریدونو لپاره کاروي، چې دا یو نهمنل کېدونکی عمل دی. ټرمپ وویل: «طالبان هر کال یو پوځي رسم ګذشت ترسره کوي او زموږ په وسلو په سړکونو کې ګرځي. چې دا صحنه وینم، واقعاً سخت غوصه کېږم.»
ټرمپ دا ادعا هم وکړه چې متحده ایالات هر کال افغانستان ته ۲ تر ۲.۵ میلیارده ډالره مالي مرسته ورکوي او غوښتنه یې وکړه چې دا مرستې باید تر هغې ودرول شي څو چې امریکا خپل پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي. «که موږ هغوی ته میلیارډونه ډالره ورکوو، نو باید خپلې وسلې بېرته تر لاسه کړو. دا د منلو وړ نهده چې هم هغوی ته پیسې ورکړو او هم خپلې وسلې پرېږدو.»
ټرمپ خپلو همکارانو ته هم لارښونه وکړه چې دا مسئله وڅېړي او د طالبانو له لاسه د امریکا د وسلو د بېرته راګرځولو یوه لاره ومومي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې جمهوري غوښتونکو په ځلونو د جو بایډن حکومت له افغانستان څخه د بې پلانه وتلو او د پوځي تجهیزاتو پرېښودو له امله تر سختو نیوکو لاندې راوستی.