
سرچینو طرزپرس ته تأیید کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو نن سهشنبه، د بشري حقونو یوه فعاله فاطمه سادات او افغانه پخوانۍ خبریاله فهیمه ذاهد، نیولي دي. دا اقدام د افغان کډوالو د نیولو او شړلو د روانې څپې یوه برخه ده، چې په تېرو میاشتو کې شدیده شوې او پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
پاکستان په داسې حال کې دا اقدامات زیاتوي، چې د نړیوالو تعهداتو له مخې، د هغو کسانو جبري ایستل چې د خپل هېواد دننه له خطر سره مخ دي، منع دي. له دې سربېره راپورونه ښیي چې په وروستیو اوونیو کې سلګونه افغان کډوال پرته له قانوني پروسې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
بل پلو، د بشري حقونو فعالان او نړیوالې ادارې د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي او له ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې غواړي چې د افغان کډوالو د حقونو د نقض مخنیوي لپاره پر اسلامآباد سیاسي فشارونه زیات کړي.