د ویانا ناستې ته د طالبانو غبرګون: له طالبانو وروسته افغانستان تصور کېدای نه شي

طرز پرس

2 حوت 1403

F_4H6RvWcAAzw_y.jpeg

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د ویانا ناستې ته په غبرګون کې ویلي چې له طالبانو وروسته افغانستان شتون نه لري.

نوموړي نن «پنج‌شنبه، د کب ۲مه» په کابل کې د یوې غونډې پر مهال، د مخالفو سیاسي څېرو غونډې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو هڅه وبللې او ادعا یې وکړه چې د طالبانو د مشرتابه ترمنځ هیڅ ډول اختلاف شتون نه لري.

بلخوا، د ویانا ناسته د ۹۰ سیاسي څېرو، پوځي پخوانيو قومندانانو، د مدني ټولنې فعالانو او د ښځو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د یو نوي نقشې پر چمتووالي بحث وشو. ګډونوالو د طالبانو حکومت غیرمشروع وباله او پر یو ټول‌شموله سیاسي جوړښت یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې طالبان تل دا ډول ناستې بې‌ارزښته بللې او مخالفین یې دخپل حکومت د کمزوري کولو په هڅو تورن کړي دي.