شهباز شریف: افغانستان د وسله والو ډلو د مرکز په توګه باید ونه کارول شي

صمیم بارکزی

طرز پرس

8 حوت 1403

WhatsApp Image 2025-02-26 at 13.47.28_79c5157d.jpg

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات د سیمې امنیت لپاره مهم دی او له طالبانو څخه یې غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

شهباز شریف چې نن چهارشنبه، د کب۸مه، د ازبکستان ولسمشر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل: «یو باثباته او امن افغانستان د سیمې د اقتصادي اړیکو لپاره اړین دی، او باید ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ وسله واله ډله د افغانستان له خاورې څخه د سیمې د بې ثباته کولو لپاره کار نه اخلي.»

دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د وسله‌والو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو ډېرېدو له کبله اړیکې ترینګلې شوي دي. پاکستان څو ځله پر طالبانو تور پورې کړی چې وسله والو ته پناه ورکوي، خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړي دي.