" >

نړۍ

160108_wn_llamas4_16x9_1600.jpg

ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۷م منتخب ولسمشر اعلان شو

واشنګټن - طرز پرس: امریکايي رسنیو لکه سی‌ان‌ان، اسوشیتید پریس، او فاکس نیوز اعلان کړی چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م منتخب ولسمشر په توګه په ټاکنوکې بریالی شوی دی.
gettyimages-578546944-2000-f71f01d8b14d409c87486993fcd6c592.jpg

فاکس نیوز: ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا خبري شبکې فاکس نیوز، اعلان وکړ چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې بریالی شوی او هغه یې د متحده ایالاتو ۴۸م ولسمشر وباله.
OIP (3).jpg

کاملا هریس: ستاسو یوه رایه هم برخلیک ټاکونکې ده

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره دموکراته نومانده کاملا هرېس، خپلو پلویانو ته ویلي چې د  هغوی یوه رایه هم کولای شي ټاکنیز برخلیک بدله کړي.
OIP (1).jpg

د رای له صندوقونو د پایلو تر اعلانه؛ د امریکا ټاکنو په اړه ټول اړین معلومات

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په رسمي ډول په نیوهمپشایر ایالت کې د «دیکسویل ناچ» په نوم سیمه کې پیل شوې. د رای ورکولو او شمېرلو پروسه او مشخصاً د امریکا د ټاکنو جوړښت تل د نورو هېوادونو او سیاسي مینه والو لپاره یو څه پېچلی دی. په سږنیو ټاکنو کې، سربېره پر ولسمشر، د کانګرس ډېری غړي هم ټاکل کېږي. په دې سیالۍ کې «کاملا هریس» د دیموکرات ګوند له لوري او پخوانی ولسمشر «ډونالد ټرمپ» د جمهوري غوښتونکو ګوند له لوري ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دي او نن د امریکا خلک پرېکړه کوي چې کوم یو د امریکا راتلونکی ولسمشر شي.
777777777777777.png

ټرمپ: کېدای شي ټاکنې وبایلم

واشنګتن - طرز پرس: د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشریزو ټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې ډونالد ټرمپ خپل ځان په اړه نه منونکي اعتراف کړې او دا امکان یې منلی چې کېدای شي داځل هم په ټاکنو کې بریالی نه شي.
180822-trumpspeech-editorial.jpg

ګواښ، نژادپالنه او د ښځو ضد څرګندونې د ټرمپ د کمپاین په وروستي ورځو کې

واشنګټن (طرز پرس) – ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین په وروستیو اوونیو کې، نژادپالونکو او د ښځو ضد څرګندونو ته مخه کړې او د پراخو ګواښونو له لارې یې د امریکا سیاسي فضا اغېزمنه کړې ده.
107015449-16449276362022-02-15t092617z_2017736355_rc2yjs96s46x_rtrmadp_0_ukraine-crisis-usa-troops.jpg

د امریکا ټاکنې: ملي ګارډ چمتو حالت ته راوستل شول

طرز پرس: د واشنګټن چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ ټاکنو په درشل کې د احتمالي تاوتریخوالي په اړه د راپورته شویو اندېښنو له کبله د دې هېواد ملي ګارډ چمتو حالت ته راوستل شوي دي.
kVeFIeyyuvO5QgrNaF98.jpg

د ټرمپ بریا په صورت د لومړیو ۱۰۰ ورځو لپاره، د جمهوري غوښتونکو پلان

طرز پرس: د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵مه ترسره کیږي او په دغه ټاکنو کې د ټرمپ د بریا په صورت، جمهوري غوښتونکي په سنا او د استازو جرګې کې د ښاغلي ټرمپ د لومړیو ۱۰۰ ورځو لپاره یو جامع پلان ترتیبوي. دغه پروګرام د جمهوري غوښتونکو مهم اهداف په ګوته کوي او د دوی ژمنتیا څرګندوي چې د ټرمپ ټاکنزې وعدې پوره کړي.
wahlkampf-usa-trump.jpg

ټرمپ: ډېر ژر د منځيني ختیځ او اوکراین ستونزې حل کوم

طرز پرس: پخوانی ولسمشر دونالد ترامپ او 2024 کال لپاره د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند، په یوه تازه بیان کې ټینګار وکړ چې ډېر ژر به د منځيني ختيځ او اوکراین کړکېچ حل کړي.
OIP (2).jpg

سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ بیا ستنېدل؛ د امريکا متحدينو لپاره يو خوب يا بدلون لپاره يو فرصت؟

طرز پرس: فایننشل ټايمز راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند دونلډ ټرمپ د راستنېدو احتمال وار له مخه د نړیوالو اقتصادي اغیزو په اړه اندیښنې او شکونه رامنځته کړي دي. فایننشل ټایمز لیکلي: په اروپا او آسیا کې د امریکا دودیز متحدین، که د دې هېواد دوستان وي او که مخالفین، ټول په دې پوهېږي چې ټرمپ به هغوی د خپل احتمالي راستنېدو تر وخته به انتظار ورته وکړي،