
کریستي نوم چې د کډوالو پر ضد د دونالد ټرمپ د سیاستونو کلکه ملاتړې ده، د امریکا د مشرانو جرګې لخوا د متحده ایالاتو د کورنیو چارو د وزیرې په توګه د تایید رایې ترلاسه کړې.
هغې د شنبې په شپه د ۵۹ موافقو رایو او ۳۴ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره وتوانېده چې د امریکا د کورنیو چارو وزېرې په توګه وټاکل شي. په سنا جرګې کې د جمهوري غوښتونکو ډ پراخ نفوذ له مخې له پخوا د نوموړي د بریا اټکل کېده. د امریکا د قوانینو له مخې، د سرحدونو امنیت، د سایبري ګواښونو مخنیوی، د قانوني کډوالۍ تنظیمول او له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا د کورنیو چارو وزارت مسوولیتونه پېژندل شوي دي. دا وزارت شاوخوا ۲۶۰ زره پوځي پرسونل لري.
تمه کیږي چې اغلې نوم په خپل نوې دنده کې د ټرامپ د کابینې نورو غړیو سره لکه تام هومن، د کډوالۍ پرضد د نویو سیاستونو په تطبیق کې همکاري وکړي. نوم چې غیرقانوني کډوالۍ یې د «یرغل» په توګه یاد کړی، په وروستیو کلونو کې ټرمپ ته یوه وفاداره څېره پېژندل کیږي.