
که څه هم د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شوی، خو د اسراييل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، په خپلو تازه او پاروونکو څرګندونو کې ټيڼګار کړی چې د حماس په بشپړ ماتولو ژمن دی.
نتانیاهو د دوشنبې په ورځ، د دلوې ۸مه، په ټولنیزه رسنۍ «ایکس» کې، حماس ته د «نوي نازیانو» نوم وکاروله او ټينګار یې وکړ چې: «اسرائیل به د حماس د بشپړ ماتولو لپاره هراړخیزې هڅې وکړي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند تړون نړيوالو هڅو ته یوه تمه ورکړې ده تر څو د غزې تړانګې راکم کړي. خو په ورستیو کې د نتانیاهو پارونکې ژبه اوس د اوربند د سرغړونې او د سولې په پروسه کې د ځنډ راتګ اندېښنې ډېرې کړي دي.
نتانیاهو د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د نړیوال جزایي محکمې په اړه سختې نیوکې وکړې او دغه بنسټ یې د یهود ضد دریځ په نیولو تورن کړ. هغه وویل: «لاهه د یهود ضد دریځونو په پلي کولو سره خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.» نتانیاهو له ټولې نړۍ غوښتنه وکړه چې د یهود ضدو اقداماتو پر وړاندې قوي دریځ ونیسي.