
د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني نن سې شنبه «د سلواغې۱۶مه» د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پر ګډو نظامي همکاريو د خبرو لپاره انقرې ته رسېدلی دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، احمد شرع به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د یو ګډ دفاعي تړون په اړه خبرې وکړي.
ویل کېږي چې د مذاکراتو عمده موضوعات په سوریه کې د ترکیې د هوايي اډو جوړول، د سوریې د نوي پوځ روزنه، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي همکاریو پراخول دي. تر اوسه د دې خبرو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.