احمد الشرع: سوریه به د یو ټول ګډونه او مشارکتي حکومت شاهد وي

طرز پرس

12 دلو 1403

6666.jpg

د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په خپل لومړني رسمي وینا کې ټینګار وکړ چې د نوي سوریې بنسټ به د ملي یووالي او پراخ مشارکت پر اساس کېښودل شي.

هغه د سوریې د خلکو قربانیو ته د درناوي ترڅنګ وویل چې راتلونکی حکومت به د ټولو قشرونو او سیاسي ډلو استازیتوب کوي او هڅه به وکړي چې دولتي بنسټونه د وړتیا پر اساس جوړ شي، نه د شخصي اړیکو او کورنیو اړیکو پر بنسټ.

الشرع د یو استبدادي رژیم د واک پای ته رسېدو ته په اشارې، د ملي یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې ازادې او شفافې ټاکنې به ترسره شي، ترڅو د سوریې خلک پخپله د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.