
د هیئت تحریر الشام مشر، احمد الشرع، د سوریې د موقت ولسمشر په توګه اعلان شو. دا پرېکړه د هغو نظامي قوماندانو په ځانګړې ناسته کې وشوه، چې د اسد د راپړځولو عملیات یې رهبري کړي وو.
په سوریه کې پخوانی اساسي قانون تعلیق شوی او احمد الشرع ته د موقت قانون جوړوونکي شورا د جوړولو دنده سپارل شوې. هغه ویلي، چې سوله باید د عدالت، دولتي بنسټونو د بیا احیا او د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا له لارې تأمین شي.
د انتقالي بهیر د یوه ملي کنفرانس، ټول ګډونه حکومت او د ټاکنو له لارې به پرمخ ځي، چې ښایي څلور کاله دوام وکړي. د قطر په ګډون، یو شمېر هېوادونو د نوي حکومت ملاتړ کړی. په سوریه کې دا تاریخي پرېکړه «د سوریې د انقلاب بریا» په نوم یو کنفرانس کې اعلان شول.