په سائوپائولو کې د الوتکې سقوط؛ دوه مړه او څو ټپیان

صمیم بارکزی

طرز پرس

19 دلو 1403

GjMOLu_bQAAjeOj.jpeg

د برازیل د سائوپائولو ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د یوې الوتکې سقوط له کبله دوه کسان وژل شوي او تر اوسه د څو نورو کسانو د ټپی کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. دا پېښه په ځايي وخت نن سهار رامنځته شوې او په خپاره شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې یو بس هم د دې پېښې له امله اور اخیستی دی.

د ځایي چارواکو په وینا، الوتکه په یو بوخت سړک راوغورځېده او د څو وسایطو له ټکر وروسته یې اور واخیست. د اوروژنې او ژغورنې ډلې سمدستي سیمې ته ورسېدې او د اور مړه کولو او د ټپیانو ژغورلو عملیات یې پیل کړل. د سائوپائولو د اوروژنې ادارې ویاند تأیید کړې چې تر دې دمه په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.

تر اوسه دا لا نه ده معلومه چې آیا تخنیکي ستونزه، د چلونکي تېروتنه، که د هوا نامساعد شرایط د دې الوتکې د سقوط لامل شوی دی. ځايي چارواکي وايي چې په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.