
د ډونالډ ټرمپ ټیم تازه داسې اسناد افشا کړي چې له مخې یې د جو بایډن حکومت یوازې د «کاندوم» په برخه کې پر غزې او طالبانو میلیونونه ډالره لګولي دي. د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، بایډن لږ تر لږه ۵۰ میلیونه ډالره په غزه کې د کاندوم د وېش یوې پروګرام ته ځانګړي کړي وو.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، ویلي چې دا لګښت د ټرمپ د حکومت په لومړیو ورځو کې د ایلان ماسک له لوري بربنډې شوې. تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې مشر، برایان مست، ویلي وو چې جو بایډن، طالبانو ته د کاندوم پیرلو لپاره، ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د امریکا اوسېدونکو، په ځانګړي ډول برایان مست، د کنایې په ډول پوښتنه کړې چې د کاندوم لپاره دا لګښت امریکا ته څه ګټه رسولی شي؟
دا اقدامات تر هغه وروسته وشول، چې ټرمپ د جو بایډن له لوري له اسراييل پرته د امریکا په ټولو مرستندیزو کڅوړو بندیز پورې کړ او اوس د ټرمپ ټیم ژوره څېړنه پیل کړې، ترڅو معلومه کړي چې د بشري مرستو په نوم د امریکایانو مالیې، چیرې او څنګه مصرف شوې دي.