
له هغه وروسته چې ګوګل اعلان وکړ د مکزیک خلیج نوم د امریکا خلیج ته بدلوي، د مکزیک ولسمشره کلودیا شینبام د دې پرېکړې پر ضد ګوګل ته رسمي اعتراض لیک واستاوه او غوښتنه یې وکړه چې دا پرېکړه بیا و ارزوي.
ټاکل شوې چې دا بدلون د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان له مخې عملي شي، خو لا هم روښانه نه ده چې د مکزیک د ولسمشر اعتراض به د ګوګل د پرېکړې په بدلولو کې کومه اغیزه وکړي او کنه. تر اوسه ګوګل د دې اعتراض په اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د ګوګل د دې اقدام له مخې، هغه کسان چې په امریکا کې د ګوګل مپس کاروي، دا خلیج به د امریکا خلیج په نوم وویني، خو د نړۍ په نورو برخو کې به یې پخوانی تاریخي نوم، مکزیک خلیج، پر خپل حال پاتې وي. دا خلیج چې د امریکا، مکزیک او کیوبا ترمنځ پروت دی، له سلګونو کلونو راهیسې په همدې نوم پیژندل کېږي.
هیڅ نړیواله خپلواکه اداره د سمندرونو او اوبو نومونو ټاکلو مسؤلیت نه لري، خو د مکزیک حکومت استدلال کوي چې امریکا په قانوني ډول نشي کولی د دې خلیج نوم بدل کړي.