" >

نړۍ

image.jpg

سپیڼې ماڼۍ کې د امریکا د تاریخ تر ټولو ځوان ویاندې لپاره د ټرمپ نوی حکم

واشنګټن - طرز پرس: د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې مېرمن کارولین لوېت به د هغه په نوي حکومت کې د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیره او ویاندې په توګه کار کوي.
Trump-1140926707.webp

وال استریټ ژورنال: ایران، امریکا ته یو لیکنیز تضمین ورکړی چې د ټرمپ د ترور هڅه نه کوي

واشنگتن - طرز پرس: ایران لخوا د امریکا پر منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د ناکامو بریدونو په اړه له خپروو شویو راپورونو وروسته، اوس امریکایي ورځپاڼې، وال‌استریت ژورنال، خبر ورکړی چې ایران په دې اړه امریکا ته یو لیکنیز تضمین ورکړی چې د دونالد ټرمپ د ترور په هڅه کې نه دي.
Gcb0ldtWQAATRqW.jpg

اولاف شولتز: له پوتین مې وغوښتل چې له اوکراین څخه دې خپل ځواکونه وباسي

المان- طرز پرس: د المان صدراعظم اولاف شولتز وايي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین څخه یې غوښتنه کړې چې پر اوکراین د روسیې یرغل ته نور د پای ټکی کېږدي.
TELEMMGLPICT000217425138_trans_NvBQzQNjv4BqN4AQR1Zlc2rVI7Dhe8NXU5FuXhO83yDxwK59K6SU36I.webp

جمهوري‌پالو د امریکا درې‌ګونی واک ترلاسه کړل

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا جمهوري‌پال ګوند د دې هېواد په استازو جرګه کې له بریا سره توانېدلی چې د متحده ایالاتو درې‌ګونی ځواک تر خپل کنټرول لاندې راولي. د امريکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، جمهوري‌پالانو په استازو جرګه کې ۲۱۹ څوکۍ ګټلې او دا وروستی ستراټژیک ځای و چې په بشپړه توګه پرې مسلط شول.
000_33PF3J7-scaled.jpg

محمد بن سلمان: نړیواله ټولنه باید اسراییل اړ کړي چې د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي

ریاض - «طرز پرس»: د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په ریاض کې د عربي ـ اسلامي هیوادونو د سرمشریزې په جریان کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې اسراییل اړ کړي د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او اجازه ورنه کړي چې یو ځل بیا د اسلامي جمهوریت پر خاوره برید وکړي.
8129.jpg

د اوکراین په مرکز کیف کې څو پر له پسې چاودنې

اوکراین- «طرز پرس»: رویټرز د اوکراین په مرکز کې د څو چاودنو راپور ورکړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د کی‌یف په ډېرو سیمو کې برېښنا هم پرې شوې ده. تر دې دمه د کی‌یف د دغو چاودنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي،
AP18283020489626.jpg

پر دونالد ټرمپ د ایران د برید دویمه ناکامه هڅه بربنډه شوه

واشنګتن- طرز پرس: د امریکا عدلیې وزارت هغه شواهد او مدارک بر بنډه کړل چې پر بنسټ یې د ایران حکومت دویم ځل لپاره د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ګټونکي دونالد ټرمپ، د برید ناکامه هڅه کړې ده.
RTS2KGBI.jpg

د چین ولسمشر ټرمپ ته: که یو بل پر وړاندې ودرېدو؛ نو دواړه یې بایلو

چین - طرز پرس: د چین ولسمشر شي جين پینګ له دونالد ټرمپ سره په ټلفني خبرو کې ویلي چې که دواړو هېوادونو د تعامل پرځای د تقابل سیاست غوره کړي؛ نو دواړه به بایلونکي وي.
316987.jpg

المان کې سیاسي تحولات: ولسمشر وايي وخت یې دی چې نوي ټاکنې اعلان کړي

جرمني- «طرز پرس»: د المان د صدراعظم اولاف شولتز لخوا د دې هېواد د ماليې وزیر له ګوښه کېدو وروسته د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین‌مایر په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې ایتلافي حکومت و پاشل شو او اوس وخت یې ده چې دی باید نوي ټاکنې اعلان کړي.
00000000000000000000000000.png

جو بایډن ټرمپ ته مبارکي ویلې او د هریس له هڅو یې مننه کړې

واشنګټن - «طرز پرس»: د امریکا ولسمشر جوبایډن د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته مبارکي ویلې او ښاغلي ټرمپ ته یې بلنه ورکړې چې په سپینه ماڼۍ کې ورسره وویني.