د آلمان د ښي اړخي ګوند له مشرې سره د ټرمپ د مرستیال کتل غبرګونونه پارولي

طرز پرس

27 دلو 1403

د امريکا د ولسمشر مرستيال، جي‌ډي ونس، آلمان کې خپل د سفر پر مهال د ښي اړخي افراطي ګوند «د آلمان لپاره بديل» له مشرې، آليس وايدل، سره ليدلي دي. دا ليدنه، چې د امريکايي چارواکو او د وايدل د وياند له لوري تاييد شوې، په برلين کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په دې ناسته کې دواړو لوريو د اوکراين جګړې، د آلمان کورنيو سياستونو او د بيان آزادۍ په اړه خبرې کړي دي. د ونس له لوري د دې ښي اړخي ګوند د ملاتړ څرګندونې د آلمان د صدراعظم، اولاف شولتز، نيوکې راپارولې دي. شولتز ټينګار کړی چې د آلمان ديموکرات ګوندونه د ښي اړخو افراطي جرياناتو پر ضد يو موټی دي.

د ونس او وايدل ليدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې آلمان د ټاکنو درشل ته داخلېږي، او د ښي اړخي ګوند څخه، د امريکا احتمالي ملاتړ د واشنګټن او برلين ترمنځ کړکېچونه زياتولی شي.