ټرمپ: غزه پېرو او حماس ته د بیا راستنېدو اجازه نه ورکوو

حمیرا موسوي

طرز پرس

22 دلو 1403

44.png

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له نړیوالو غبرګونونو سره سره، یو ځل بیا د غزې د ولکې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا سیمه به وپېري او حماس ته به د بېرته راتګ اجازه ورنه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په خپله الوتکه کې له خبریالانو سره شریکې کړې او ټینګار یې کړی چې د غزې د بیا رغونې مسوولیت باید یوازې د امریکا پر غاړه نه وي، بلکې د ده په باور، د منځني ختیځ هېوادونه هم باید په دې برخه کې ونډه واخلي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې غزه «یوه مهمه سوداګریزه سیمه» بللې او په غیرمستقیم ډول یې د دې سیمې د جوړښت پر بدلون ټینګار کړی دی. په غبرګون کې بیا د حماس غورځنګ دغه طرحه «بې‌اساسه او د منلو وړ نه» بللې او ټینګار یې کړی چې «غزه د خرڅلاو نه ده.» د حماس د سیاسي دفتر یوه لوړپوړي غړي خبرداری ورکړی چې د فلسطین مسله په سوداګریزو معاملو نه حل کېږي او د دې خاورې خلک به د هر ډول جبري بې‌ځایه‌کېدو پر وړاندې ودرېږي.

ټرمپ همداراز ویلي چې د غزې اوسېدونکي باید د «خوندي ځایونو» ته د تګ پرېکړه خپله وکړي او دا احتمال شته چې امریکا د ځینو فلسطینیانو دوسیې وڅېړي او هغوی ته د امریکا ویزې ورکړي.

د ټرمپ دا څرګندونې په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي. اسرائیل دغه طرحه »انقلابي او نوښتګر» بللې، خو د سیمې ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول سعودي عربستان، دا پرېکړه کلک غندلې او ویلي یې دي چې دوی ته د منلو نه ده.