د امریکا فدرالي محکمې مالي مالوماتو ته د ایلان ماسک لاسرسی بند کړ

طرز پرس

21 دلو 1403

10-most-impressive-men-in-america.jpg

د امریکا فدرالي محکمې د ایلان ماسک په مشرۍ د «دوج» سازمان هغه واک واخیست چې د میلیونونو امریکايانو مالي مالوماتو یې لاسرسی درلود.

قاضي پال اِی. اِنگِلمایر د شنبې په ورځ په یوه ابتداییه حکم کې وویل چې ماسک او د هغه ټیم باید سمدستي هغه ټول اسناد له منځه یوسي چې مالي مالومات پکې موجود دي.

دا حکم وروسته له هغه وشو چې ۱۹ ایالتي سارنوالانو په همدې برخه کې شکایت کړی وو. شکایت کوونکي ویلي وو چې مالي اسنادو ته د ایلان ماسک لاسرسی د فدرالي قوانینو سره په ټکر کې دی او همداراز د معلوماتو محرمیت ته لوی ګواښ پېښولی شي.

په لومړۍ محکمې کې هم وویل شول چې دا اقدام نه یوازې دا چې د مالوماتو افشا کیدو لامل کېدای شي، بلکې د سایبري بریدونو خطر هم زیاتوي.

تر اوسه، ایلان ماسک او سپینې ماڼۍ په دې اړه کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی.