زلنسکي: اوکراين به له خپل ګډون پرته د سولې هېڅ ډول تړون و نه مني

صمیم بارکزی

طرز پرس

27 دلو 1403

081595415f0b95f142920fd5859ad251.jpeg

د اوکراين ولسمشر وايي، هېواد يې هېڅ داسې د سولې تړون نه‌مني چې د اوکراين له ګډون او مستقيمې ونډې پرته ترلاسه شي. ولادیمیر زلنسکي، چې د مونيخ په امنيتي کنفرانس کې يې خبرې کولې، د هغو هېوادونو د هڅو یادونه وکړه چې غواړي د اوکراين او روسيې جګړه پای ته ورسوي، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د پردې تر شا داسې جوړجاړی، چې د اوکراين ګټې په پام کې نه‌نیسي، د منلو نه‌دی.

نوموړي ټينګار وکړ چې تلپاتې سوله یوازې هغه مهال ممکنه ده، کله چې اوکراين د پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري. د اوکراين ولسمشر اروپا وهڅوله چې خپله مستقله نظامي ځواک جوړ کړي. هغه دا هم وویل چې د اروپايي هېوادونو ډېرې تکیې پر ناټو کېدای شي له خطرونو سره مل وي. د ده په وینا: "اروپايي اتحاديه بايد خپل ګډ وسله‌وال ځواک جوړ کړي، ترڅو وکولای شي د سيمې امنيت په خپلواکه توګه تأمين کړي."

د زلنسکي دغه څرګندونې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته يو غیرمستقيم پیغام ګڼل کېږي. ټرمپ، چې تازه بېرته واک ته رسېدلی، ټينګار کړی چې د امريکا پوځي ژمنې باید کمې شي، چې دا مسئله په اروپا کې اندېښنې راپارولې دي.

زلنسکي خبرداری ورکړی چې یوازې د اوکراين وسله‌وال ځواکونه د روسيې له ګواښونو سره د مبارزې لپاره بسنه نه‌کوي، او اروپا باید په دې برخه کې لا ډېره فعاله ونډه واخلي.