
واشنګټن – «طرز پرس» د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکسیکو خلیج د نوم بدلولو فرمان لاسلیک کړ، چې له دې وروسته به دا خلیج د امریکا خلیج په نوم یادېږي. دا پرېکړه هغه مهال وشوه، چې ټرمپ د امریکا د فوټبال لیګ پایلوبې لېدو لپاره نیواورلینز پر لور روان و.
د دې فرمان له مخې، د فبرورۍ نهمه د «امریکا خلیج» په ورځ نومول شوې ده. دا اقدام د ټرمپ د «ملي» سیاستونو برخه بلل کېږي، چې له دې وړاندې یې هم د امریکا د ځینو مهمو جغرافیایي سیمو نومونه بدل کړي وو. د امریکا د کورنيو چارو وزارت تېر میاشت اعلان کړی و، چې د نوم دا نومبدلون به رسمي بڼه ولري.
د ټرمپ اداره استدلال کوي، چې دا پرېکړه د امریکا د نړیوال موقف د پیاوړتیا برخه ده، خو منتقدین باور لري، چې دا بدلون به په نړیواله کچه هېڅ قانوني اعتبار و نه لري.
په همدې حال کې د دې پرېکړې له اعلان وروسته، ګوګل مپس هم ویلي، که دا نوم په رسمي ډول د امریکا د جغرافیایي نومونو په سیسټم کې ثبت شي، نو د امریکا دننه به د مکسیکو خلیج د امریکا خلیج په نوم یاد شي. خو له امریکا بهر، په ځانګړي ډول په مکسیکو کې، دا نوم به هماغسې د مکسیکو خلیج پاتې شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ د مهمو ځایونو نومونه بدلوي. له دې وړاندې، د شمالي امریکا تر ټولو لوړې څوکې دنالي نوم یې مککینلي ته بدل کړ، چې دا پرېکړه د اصلي امریکایانو او تاریخپوهانو له سختو نیوکو سره مخ شوه.