
افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی، زلمی خلیلزاد، وایي چې د مالیه ورکونکو بودیجه باید د امریکا ضد تبلیغاتو لپاره ونه لګول شي. نوموړي د ایلان ماسک د څرګندونو ملاتړ کړی او په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د «امریکا غږ» او «ازادي راډیو» فعالیتونه باید له نږدې وڅېړل شي.
د خلیلزاد په باور، «د دې رسنیو ځینې پروګرامونه د امریکا د سیاست ملاتړ نه کوي، بلکې داسې فعالان یې اداره کوي چې د خلکو د مالیې پر پیسو تمویل شوې خپرونې د امریکا د ګټو پر ضد کاروي.»
نوموړي ټینګار کړی چې حکومت باید د «امریکا ضد تبلیغاتو» تمویلول ودروي. له دې مخکې، ایلان ماسک، چې د ډونالډ ټرمپ میلیارډر سلاکار دی، د «امریکا غږ» او «ازادي راډیو» د بندولو نظریه مطرح کړې وه. د یادونې وړ ده چې دواړه رسنۍ افغانستان لپاره هم ځانګړې نشراتي خپرونې لري.