نتانیاهو: فلسطینیان کولی شي په سعودي کې یوه خپلواکه هېواد جوړ کړي

طرز پرس

19 دلو 1403

1028073.jpg

د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، د پنجشنبې په ورځ د سلواغې ۱۸مه، ویلي چې فلسطینیان کولی شي د سعودي عرب په خاوره کې یوه خپلواکه هېواد جوړ کړي. نوموړي ټینګار کړی: «سعودي عرب په کافي ډول ځمکې لري او کولی شي فلسطینیانو لپاره یوه خپلواکه دولت جوړ کړي.»

د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ، هم له نتانیاهو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ورته یوه لانجمنه خبره مطرح کړې وه. ټرمپ ویلي و چې د غزې له یو مېلیون ډېر وګړي باید عربي هیوادونو ته انتقال شي او امریکا باید د دې سیمې کنټرول په لاس کې واخلي او دا سیمه په یوه سوداګریز او استوګنیز مرکز بدله کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د فلسطین راتلونکی، په ځانګړي ډول د غزې موضوع، په سیمه کې پر یو سیاسي کړکېچ بدله شوې ده. د نتانیاهو او ټرمپ څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي دي. ځینې اسرائیلي چارواکي یې ملاتړ کوي، خو زیات شمېر عربي هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عرب، دا طرحه رد کړې ده. د سعودي چارواکو ټینګار کړی چې د فلسطین ستونزه باید د یو خپلواک فلسطیني دولت په رامنځته کولو ولاړ وي، نه د فلسطینیانو پر جبري انتقال.