جرمني: د حماس له لوري د آلماني یرغمل شویو د برخلیک په اړه اندېښمن یو

طرز پرس

23 دلو 1403

-1x-1.jpg

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بربوک، د حماس پر لاس د یرغمل شویو کسانو او په ځانګړي ډول د جرمني وګړو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې باید د دوی د خلاصون لپاره هڅې دوام ومومي.

نوموړې نن سه شنبه، د فبروري ۱۱مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د یرغمل شویو د تبادلې له لارې تر اوسه له ۲۰ زیات کسان خپلو کورنیو ته ستانه شوي، خو لا هم ګڼ شمېر کسان، په ځانګړي ډول آلماني وګړي، د حماس په بند کې دي. مېرمن بربوک د غزې د ملکي وګړو وضعیت هم بحراني بللی او د خوراکي توکو، درملو او بیارغونې په برخه کې د عاجلې مرستې غوښتنه یې کړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې د اسراييل او حماس ترمنځ اوربند ډېر نازک حالت لري او خبرداری یې ورکړی چې که حماس دا تړون له خطر سره مخ کړي، نو دا به غیرمسؤلانه کار وي. هغې همداراز له اسرائیل او امریکا غوښتنه کړې چې د اوربند د ټينګښت او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره جدي اقدامات وکړي.