رپوټونه

GebvN0zWcAAm8Bs.jpg

د صیدنایا زندان؛ د سوریې په زړه کې د انسان وژنې وېروونکی مرکز

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت تر ادارې لاندې د صیدنایا زندان د بشري حقونو د نقض تر ټولو وحشتناکه بېلګه ده چې د بشار اسد د حکومت پر مهال یې وده کړې ده. دغه زندان د غیرانساني شرایطو، پراخو شکنجو او ډله‌یزو اعدامونو له امله د «انساني سلاخ‌خانې» په نوم پېژندل کېږي.
GelrxU0WUAAiBJV.jpg

سراج الدین حقاني: خليل الرحمن حقاني له هېچا سره دښمني نه لرله

د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير، سراج‌الدين حقاني، د حقاني شبکې د یوه جګپوړي غړي خليل‌الرحمن حقاني تر وژل کېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وويل چې هغه له هېچا سره «شخصي عقده يا دښمني» نه لرله.
2.jpg

د طالبانو د کډوالو وزیر، خلیل الرحمن حقاني وژل کېدو ته کورني او بهرني غبرګونونه

د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني تېره ورځ په يو ځانمرګي برید کې ووژل شو او دا پېښه کورني او بهرني غبرګونونه یې راپارولي دي. له سیاسي شخصیتونو سربېره، د سیمې هېوادونو او نړیوالو بنسټونو لخوا د طالبانو د دغه چارواکي وژل کېدل په لویه کچه غندل شوې ده.
OIP (2).jpg

ذبیح الله مجاهد: موږ له بشري حقونو سرغړونه نه ده کړې

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دغه ډله د بشري حقونو یواځې هغه اصول مني چې په «شریعت او افغان کلتور» کې تعریف شوي وي. هغه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو د نړیوالو نیوکې رد کړې او وویل: «افغانستان ته باید د اسلام او افغان کلتور له نظره وکتل شي، نه د لویدیځ د معیارونو له مخې.»
0612404033e658b.jpg

پاکستان کې کړکېج؛ افغان طالبانو سره ستونزه اسلام آباد لپاره تازه اندېښنه

د مدرن ډیپلماسي په نوم معتبرې نشریې په یوه مقاله کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ پېچلې اړیکې څېړلي او ویلي یې دي چې په ورستیو کې له افغان طالبانو سره د پاکستان د اړیکو ترینګلتیا، اسلام آباد ته تازه اندېښنې پیدا کړي دي.
3191836-304916772.jpg

نړیواله جزايي محکمه: د ښځو له حقونو د سرغړونې په دوسیه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د نړیوالې جزایي محکمې مشر څارنوال، کریم خان، ویلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې دوسیې په اړه د ترسره شویو څېړنو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د دغو څېړنو پایلې به ژر خپرې شي.
New-Cover-Image.png

جنسي اپارتاید؛ د طالبانو مشروعیت پر وړاندې جدي ننګونه

د سولې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جنسي اپارتاید د عادي کېدو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره په رغنده تعامل لاس پورې کړي. دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنه کړي، بلکه هڅه وکړي چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د احیا لپاره تر فشار لاندې ونیسي.
iccmain.jpg

لاهې محکمې ته د طالبانو دوسیې استول؛ د ښځو له حقونو سرغړونې پر وړاندې نړیوال اقدام

د چیلي، فرانسې، اسپانیا، لوګزامبورګ، کاستاریکا او مکسیکو په ګډون، شپږو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه یوه دوسیه نړیوالې جزایي محکمې (ICC) ته سپارلې ده. دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغان ښځو د «سخت وضعیت»، له کبله، دا ګام اړین دی.
taliban.jpg

فساد او انحصار؛ د دیپلمات په راپور کې د طالبانو د حکومت اصلي څېره

دیپلمات مجلې په خپل وروستي انتقادي راپور کې د طالبانو رژیم د پراخ فساد، د واک انحصار، اقتصادي او ټولنیزې ناکامۍ له امله د افغانستان د پخوانیو رژیمونو سره ورته بللی دی. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت د «اسلامي افراط‌پالنې» او «بې‌واکه تاوتریخوالي» سره دواړه یوځای کړی او د افغانستان د بشري بحران د زیاتېدو په یو اصلي عامل بدل شوی دی.