فساد او انحصار؛ د دیپلمات په راپور کې د طالبانو د حکومت اصلي څېره

حامیه نادري

طرز پرس

9 قوس 1403

taliban.jpg

دیپلمات مجلې په خپل وروستي انتقادي راپور کې د طالبانو رژیم د پراخ فساد، د واک انحصار، اقتصادي او ټولنیزې ناکامۍ له امله د افغانستان د پخوانیو رژیمونو سره ورته بللی دی. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت د «اسلامي افراط‌پالنې» او «بې‌واکه تاوتریخوالي» سره دواړه یوځای کړی او د افغانستان د بشري بحران د زیاتېدو په یو اصلي عامل بدل شوی دی.  

د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته، د هېواد اقتصادي وضعیت د سقوط په درشل کې دی. د ځوانانو ترمنځ د بیکارۍ کچه په بېساري ډول لوړه شوې او میلیونونه کورنۍ د لوږې له بحران سره مخ دي. په همدې حال کې، نړیوالې بشري مرستې چې باید په عادلانه ډول وویشل شي، د طالبانو لخوا په خپل منځ کې وېشل کېږي او یا په تور بازار کې پلورل کېږي. د راپور پر بنسټ د مرستو دا ناعادلانه وېش د دې ډلې د مشرانو شتمنۍ زیاته او په ټولنه کې د بې وزلۍ کچه یې لوړه کړې.

دیپلمات، فساد د افغانستان تاریخي ستونزه بولي چې په وینایې جرړې یې د واک په تمرکز کې دي. په تېر حکومت کې، واک د اشرف غني او داکټر عبدالله د ډلې په لاس کې و او د طالبانو په واکمنۍ کې، د کندهار یوې کوچنۍ کړۍ په انحصاري ډول قدرت نیولی. دا انحصار په حکومتي جوړښت کې فساد زیات کړی او د خلکو باور یې په حکومتي ادارو زیانمن کړی دی.

دیپلمات د طالبانو له قضایي نظام هم نیوکه کړې. د دې رژیم محکمې یوازې د مخالفینو د ځپلو لپاره وسیله نه دي، بلکې د قضا پرېکړې هم د پیسو په بدل کې پلورل کېږي. په دې سیستم کې، هغه څوک بریالی کېږي چې د حقوقي دعوې لپاره زیاتې پیسې ورکړي.

د طالبانو له ادعاوو سره سره، چې ګواکې یو پاک او اسلامي حکومت یې رامنځته کړی، دا ډله د نشه‌يي موادو په قاچاق او د کانونو په غیرقانوني استخراج کې میلیارده ډالر عاید تر لاسه کوي. دا اقدامات د دې لامل شوي چې د هېواد طبیعي زېرمې لوټ شي، بې له دې چې عامو خلکو ته یې ګټه ورسېږي.

که څه هم طالبانو د مالیاتو په راټولولو کې د پخواني حکومت په پرتله ښه کار کړی، خو د دې عایداتو د مصرف په اړه هېڅ ډول رونټیا نه شته او په دې اړه د طالبانو د سپيناوي نشتون د خلکو باور نور هم زیانمن کړی دی.

دیپلمات ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د دیپلوماسۍ، اقتصادي اقداماتو او د طالبانو پر وړاندې د فشار له وسیلو کار واخلي، څو دا ډله د فساد په کمولو او د رونټیا راوستو ته اړ کړي. دپلماټ وايي، دا فشارونه کولی شي د افغانستان د انساني او اقتصادي وضعیت په ښه‌والي مستقیمه اغېزه ولري.

دیپلمات مجلې همدارنګه د طالبانو له خوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې په ګوته کړې دي. دا ډله د ښځو، لږکیو، رسنیو او مدني ټولنې په ځپلو سره په هېواد کې داسې یوه ډارونکې فضا رامنځته کړې چې د هر ډول مخالفت یا د اصلاحاتو هڅې ناممکنې کړي دي.

د دپلمات مجلې دا راپور تر ډېره برېده هڅه کړې چې د طالبانو د حکومت یو روښانه انځور وړاندې کړي، په داسې حال کې چې طالبان لا هم ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د فساد ریښې وچې کړې او یو اسلامي او عادلانه حکومت یې جوړ کړی دی.