د مدرن ډیپلماسي په نوم معتبرې نشریې په یوه مقاله کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ پېچلې اړیکې څېړلي او ویلي یې دي چې په ورستیو کې له افغان طالبانو سره د پاکستان د اړیکو ترینګلتیا، اسلام آباد ته تازه اندېښنې پیدا کړي دي.
دغه مقاله ټینګار کوي چې پاکستان په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله له طالبانو سره تر ټولو ستونزمنې اړیکې لري. دا اړیکې له ډیپلوماټیکو او سرحدي ترینګلتیاوو سره تړلې دي او اسلام اباد ته یې نوې اندېښنې پیدا کړي دي.
مدرن ډیپلماسي لیکي چې اسلاماباد د افغانستان له خاورې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په سیمو کې له زیاتېدونکي بېثباتۍ اندېښنې لري. د پاکستان چارواکي باور لري چې د دوی د حکومت مخالفې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پرضد عملیات ترسره کوي. طالبان دا تورونه ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد داخلي مسئله بولي.
دغه مقاله زیاتوي چې طالبان هڅه کوي د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې د غیر غربي هېوادونو ملاتړ او مشروعیت ترلاسه کړي. خو بیا هم د اقتصادي ستونزو، امنیتي ګواښونو، او ډیپلوماتیکو اړیکو د مدیریت له بحرانونو سره مخ دي.
مدرن ډیپلماسي همداراز په افغانستان کې د نشه يي توکو د پراخ تولید او سوداګرۍ یادونه کړې. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د تریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی او د ۲۶۰ میلیونه ډالرو ارزښت ته رسېدلی. دا شمېر د اقتصادي ارزښت په برخه کې ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت د بندیز په اړه شکونه زیاتوي.
مدرن ډپلماسي نشریې په پای کې لیکلي، طالبان که څه هم په افغانستان کې خپل ځای ټینګ کړی، خو کورني بحرانونه او سیمهییزې ترینګلتیاوې لا هم د دې ډلې د ثبات او راتلونکي لپاره لوی ګواښونه شمېرل کیږي.