جنسي اپارتاید؛ د طالبانو مشروعیت پر وړاندې جدي ننګونه

حامیه نادري

طرز پرس

10 قوس 1403

New-Cover-Image.png

د سولې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جنسي اپارتاید د عادي کېدو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره په رغنده تعامل لاس پورې کړي. دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنه کړي، بلکه هڅه وکړي چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د احیا لپاره تر فشار لاندې ونیسي.

په دې راپور کې د طالبانو یو شمېر سخت دریځ قوانین، لکه «امر بالمعروف او نهی عن المنکر»، له عامه ژوند څخه د ښځو څنډې ته کولو او د هغوی د خپلواکۍ د اخېستلو په برخه کې د یوې وسیلې په توګه یاد شوي دي. دا اقدامات د دې لامل شوي چې افغانستان د ښځو د ژوند او امنیت په برخو کې په نړۍ کې تر ټولو ټیټې درجې ته ورسيږي.

د سولې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې نړۍ باید په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه پراخو سرغړونو په وړاندې چوپ پاتې نه شي. له طالبانو سره تعامل باید داسې وي چې د دې ډلې مشروعیت محدود کړي او د افغان ښځو او نجونو د ژوند د ښه‌والي لپاره لارې چارې ولټول شي. راپور همداراز غوښتنه کړې چې مذهبي بنسټونه، نړیوال سازمانونه او د ښځو د حقونو فعالین دې په افغانستان کې د بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره فعاله ونډه واخلي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د طالبانو د سخت دریځو سیاستونو له امله د افغانستان مدني فضا له جدي ننګونو سره مخ شوې ده. خپلواکه راپور ورکونه او د بیان ازادي په سختۍ سره محدودې شوې دي، او ښځې له ګواښونو، شکنجې او بې‌ځایه نیونو سره مخ دي. د دې سازمان په باور، د مدني ټولنې د بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو مالي ملاتړ کولای شي معلوماتو ته د لاسرسي په ښه‌والي، د مدني فضا په پیاوړتیا، او پر طالبانو د فشار په زیاتولو کې مرسته وکړي.

دغه سازمان د ټولنې په روغتیا او پرمختګ کې د ښځو د رول پر اهمیت ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې په ټولنیزو برخو کې د هغوی دوامداره رټل د افغانستان د سولې او پرمختګ پروسه له جدي ګواښ سره مخ کوي. د سولې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید خپله ژمنتیا وساتي او هڅه وکړي چې طالبان د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د احیا لپاره تر فشار لاندې راولي.