د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير، سراجالدين حقاني، د حقاني شبکې د یوه جګپوړي غړي خليلالرحمن حقاني تر وژل کېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وويل چې هغه له هېچا سره «شخصي عقده يا دښمني» نه لرله.
دغه څرګندونې د پکتيکا ولايت د ګرده سېري ولسوالۍ په سراني سيمه کې د خليلالرحمن حقاني د جنازې په مراسم کې وشوې. سراجالدين حقاني زياته کړه: «خلکو له موږ نه د جګړې او مبارزې چل زده کړ.» هغه په ځانګړې توګه دې ته اشاره وکړه چې خليلالرحمن حقاني د داعش ډلې په يو پيچلي ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی.
د باوري سرچينو په وينا، ځان وژونکی بريدګر په دې پلمه چې لاسونه يې عمليات شوي او فولادي ستنه په کې شته، د فلز موندونکو ټولې پلټونکي ځایونه بريالۍ تېرې کړې او ځان یې خليلالرحمن حقاني ته ورساوه. د طرز پرس د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د خليلالرحمن حقاني په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
طالبانو هم په تېرو شلو کلونو کې په کابل او نورو ولایتونو کې کټ مټ همداسې پيچلې ځان وژونکي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې زرګونو کسانو ته درنه انساني تلفات یې اړولي دي.
بل پلو د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسم کې د طالبانو د مشر ملا هبتالله شتون نه دي تاييد شوي او د نوموړي هېڅ ډول څرګندونې خپرې شوې نه دي. ګڼو سرچينو طرز پرس ته ويلي چې ملا هبتالله د حقاني د جنازې په دې مراسم کې ګډون نه دی کړی.
خليلالرحمن حقاني، چې د حقاني شبکې يو مهم غړی ګڼل کېده، د طالبانو په داخلي سياستونو او د دې ډلې له نيابتي ځواکونو سره په تعامل کې مهم رول درلود. د هغه وژل کېدل په داسې وخت کې پېښ شول چې طالبان له کورنيو ستونزو او امنيتي ننګونو سره مخ دي او ښايي په دې ډله یې سخت فشارونه راوړي وي.