د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دغه ډله د بشري حقونو یواځې هغه اصول مني چې په «شریعت او افغان کلتور» کې تعریف شوي وي. نوموړي د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو د نړیوالو نیوکې رد کړې او وویل: «افغانستان ته باید د اسلام او افغان کلتور له نظره وکتل شي، نه د لویدیځ د معیارونو له مخې.»
د بشري حقونو له سرغړونې انکار
د ښاغلي مجاهد د دغو څرګندونو په لړ کې، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي خبرداری ورکړی چې طالبانو په ټولنه کې د ښځو پر حضور او د دوی پر تعلیم او کار د بندیزونو له لارې «د ښځو یو ډول وژنې» ته لاس پورې کړی دی، خو طالبان دغه بندیزونه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه نه ګڼي، بلکه دا له ښځو « د ملاتړ » په توګه تفسیر کوي.
مجاهد د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د بشري حقونو د تامین په اړه، د نړیوالو غوښتنې د افغانستان له اسلامي او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې دي. هغه وویل: «بشري حقونه باید د افغانانو او اسلامي باورونو پراساس تعریف شي، نه د لویدیځو معیارونو له مخې.»
د روایتونو تضاد
طالبان ادعا کوي چې د افغانستان ټول وګړي خپل حقونو ته لاسرسی لري او د دې ډلې په راتګ سره بشري تلفات کم شوي دي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو راپورونه په بشپړه توګه د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه یو جلا تصویر وړاندې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یوناما» د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې د طالبانو مشروعیت د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوي پورې مشروط دي. خو داسې ښکاري چې طالبان لا هم پر خپل دریځ ټینګار کوي، پرته له دې چې د دې ډلې په سخت دريځو تګلارو کې کوم بدلون رامنځته شي.