" >

سیمه

20160419_GolanForever.jpg

نتانیاهو د ایران خلکو ته په خطاب کې: اسراییل ستاسو تر څنګ ولاړ دی

طرز پرس: په داسې حال کې چې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته د ایران چارواکو اسراییل پر وړاندې له هر ډول مستقیم ګواښ څخه ډډه کړې ده، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له هر فرصته د ایران د ټکولو او ځپلو لپاره ګټه پورته کوي.
zalmaykhalilzad-kZK--621x414@LiveMint.jpg

خلیلزاد: د ایران مشران اندیښمن دي چې کېدای شي خپله په نښه شي

طرز پرس: افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د حزب الله د مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته اوس د ایران مشران په ځانګړي ډول علي خامنه‌ای اندیښمن دی چې کېدای شي د دویم هدف په توګه پخپله په نښه شي.
11111.jpg

نتانیاهو: ایران کې داسې ځای نشته چې زموږ لاس ونه رسېږي

ښاغلي نتانیاهو نن د جمعې په ورځ، د سپتمبر ۲۷، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپلې وینا پر مهال د ایران مشرانو ته په څرګند ډول ګواښ وکړ او وویل چې په ایران کې داسې ځای نشته چې اسراییل ورته لاسرسی ونه لري.
3.jpg

ایراني چارواکي: اسراییل پر وړاندې په بېړه اقدام نه کوو

طرزپرس - د ایران یو لوړ پوړي دولتي چارواکي محسن رضایي، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران د اسراییل پر وړاندې له بېړني پوځي اقداماتو څخه ډډه کوي.
R (1).jpg

په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ پر اختلافاتو د ایران د ولسمشر نیوکې

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ له اختلافاتو څخه په کلکه نیوکه وکړه او وویل چې اروپایيانو له ټولو اختلافاتو سره د خپلو هېوادونو پولې له منځه وړي، خو مسلمانان د خپلو هېوادونو ترمنځ دیوالونه جوړوي.
5562710.jpg

د ایران ولسمشر: امریکا سر تر پښو د اسراییل له جنایاتو ملاتړ کوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په لبنان کې وروستي چاودنې غندلي او ویلي یې دي چې امریکا سر تر پایه د داسې «جنایاتو» په ترسره کولو کې له اسراییل څخه ملاتړ کوي.
OIP (6).jpeg

دان: درانی کابل پر وړاندې د اسلام آباد په سیاست کې د اختلاف له کبله ګوښه شوی دی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی، کابل پر وړاندې د اسلام آباد په سیاست کې د اختلافاتو له کبله ګوښه شوی دی.
30525468077_8e9cd53562_z-e1554736979534.jpg

پاریس روسیې ته د توغنديو استولو د سپیناوي لپاره د ایران د سفارت سرپرست احضار کړ

ایراني رسنیو د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په پاریس کې د ایران سفارت سرپرست، روسیې ته د بالستیک توغندیو د استولو په برخه کې د سپیناوي لپاره احضار شوی دی.