دان: درانی کابل پر وړاندې د اسلام آباد په سیاست کې د اختلاف له کبله ګوښه شوی دی

طرز پرس

24 سنبله 1403

OIP (6).jpeg

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی، کابل پر وړاندې د اسلام آباد په سیاست کې د اختلافاتو له کبله ګوښه شوی دی.
طرز پرس - د پاکستان "دان" ورځپاڼې د شنبې په ورځ، د وږي ۲۴مه، راپور ورکړ چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه د آصف دراني له څرګندونو خوښ نه وو او له همدې امله یې د هغه نظریاتو ته پاملرنه نه کوله. دغه پاکستاني رسنۍ د یو ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله ویلي چې درانی په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال د اسلام آباد او کابل ترمنځ په اړیکو کې مثبت بدلون نه دی راوستی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی یې له خپلې دندې ګوښه کړی، خو په دې اعلامیه کې د نوموړي د ګوښه کولو دلیل نه دی څرګند شوی.