اردوغان: د ملګرو ملتونو سازمان او لویدیځ هېوادونه دې د اسراییل مخه ونیسي

طرز پرس

31 سنبله 1403

OIP.jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي، په سیمه کې له یوې سترې غمیزې د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې پر اسراییل فشارونه ډېر شي.
طرز پرس: د ترکیې ولسمشر په لبنان کې د مخابراتي وسایلو چاودنو ته په اشارې سره له لویدیځو هېوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان څخه وغوښتل چې د اسراییل مخه ونیسي. اردوغان د شنبې په ورځ، د سپتمبر ۲۱مه، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، په لبنان کې وروستي بریدونه وښودل چې اسراييل غواړي په سیمه کې روان کړکېج پراخه کړي. هغه زیاته کړه: «د دې لپاره چې په سیمه کې له پراخو تاوتریخوالو مخنیوی وشي، باید پر اسراییل فشارونه زیات شي.»
رجب طیب اردوغان خبریالانو ته وویل چې اوس باید ملګري ملتونه او لویدیځ هېوادونه، چې ښایي اشاره یې متحده ایالاتو ته وي، د اسراییل مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې دا جګړه په سیمه کې نور پراخه شي. دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د پیجر او مخابراتي وسایلو د چاودنو له کبله لسګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. دا برید اسراییل ته منسوب شوی، خو اسراییل تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.