پاریس روسیې ته د توغنديو استولو د سپیناوي لپاره د ایران د سفارت سرپرست احضار کړ

طرز پرس

23 سنبله 1403

30525468077_8e9cd53562_z-e1554736979534.jpg

ایراني رسنیو د ډپلوماټیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په پاریس کې د ایران سفارت سرپرست، روسیې ته د بالستیک توغندیو د استولو په برخه کې د سپیناوي لپاره احضار شوی دی.
طرز پرس - رویټرز هم تازه ويلي چې د ایران سفارت سرپرست د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی دی. رویترز په یو راپور کې لیکلي چې دا ګام روسیې ته د بالستیکو توغندیو د لېږلو په برخه کې د خپاره شویو راپورونو په اړه د سپیناوي لپاره ترسره شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې روسیې ته د ایران لخوا د توغنديو د استولو خبرونه ډېر لاس په لاس کیږي. اروپایي ټولنې یوه اونۍ مخکې د خپلو موثقو اطلاعاتو پر بنسټ اعلان کړی چې ایران روسیې ته بالستیک توغندي لېږلي دي.
په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ له خپل بریتانوي سیال سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې روسیې ته د بالستیک توغندیو استول کېدای شي په اوکراین کې د جګړې معادله بدله کړي.