حنا رباني: دا فکر چې هر ايالت دې ځانته بهرنی سیاست ولري، احمقانه دی

طرز پرس

25 سنبله 1403

1-335.jpg

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزيرې حنا رباني، له طالبانو سره د خیبرپښتونخوا چارواکو د مذاکراتو طرحه احمقانه بللې او ويلي یې دي چې دا به د پاکستان اساسي قانون وننګوي.
طرز_پرس- دغې پخوانۍ پاکستانۍ چارواکې دا څرګندونې له جیو نیوز سره په يوې مرکه کې کړي او له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر علي امين ګنډاپور پر خبروو یې سختې نیوکې کړي دي.
مېرمن رباني ويلي، دا فکر چې هر ايالت دې ځانته خپله بهرنی سیاست ولري واقعاً «احمقانه» دی. هغې د پاکستان جيو نیوز ته وويل: «اجازه راکړئ چې دولت، دولت پاتې شي. که هر ايالت خپله بهرنۍ تګلاره غوره کړي، دا به د پاکستان اساسي قانون وننګوي.» دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر امين ګنډاپور اعلان کړی وو چې له طالبانو سره د مستقيمو خبرو لپاره به يو پلاوی کابل ته واستوي. هغه ويلي وو چې د دې خبرو موخه په پښتونخوا کې د امن لپاره د طالبانو د مرستو را جلبول دي. د خیبر پښتونخوا دغه لوړ پوړي چارواکي زياته کړې وه، چې د اسلام اباد د مخالفت په صورت کې هم غواړي له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ شي.