نتانیاهو: ایران کې داسې ځای نشته چې زموږ لاس ونه رسېږي

طرز پرس

6 میزان 1403

11111.jpg

طرز پرس: د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، ایران ته ګواښ وکړ چې سر تر پایه د تل اویو د نښې لاندې ده.  
ښاغلي نتانیاهو نن د جمعې په ورځ، د سپتمبر ۲۷، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپلې وینا پر مهال د ایران مشرانو ته په څرګند ډول ګواښ وکړ او وویل چې په ایران کې داسې ځای نشته چې اسراییل ورته لاسرسی ونه لري.
بنیامین نتانیاهو د خپلو ویناوو په دوام کې ټینګار وکړ چې هېواد یې سوله غواړي، خو د هغه په وینا، له «وحشي دښمنانو» سره مخامخ دي. دغه لوړپوړي اسراییلي چارواکي په دغه مهمه غونډه کې د ایران لخوا د حزب‌الله او حماس فلسطيني ډلو ملاتړ ته په اشارې سره وویل چې اسراییل اړ دی چې اوس په شپږو جبهو کې جګړه وکړي. هغه دوه ځله ټینګار وکړ چې دا جبهې د ایران لخوا تنظیم شوې دي.
د اسراییل لومړي وزیر همدارنګه غوښتنه وکړه چې پر ایران دې د ملګرو ملتونو بندیزونه بېرته ولګول شي او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه باید ژر تر ژره دا ګام پورته کړي. نوموړي خپل د وینا په پای شیبو کې پر اټومي وسلو د ایران پر سمبال کېدو اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې ددې کار  مخنیوی باید وشي.
د یادولو وړ ده چې د اسراييل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د وینا پر مهال د یو شمېر هېوادونو استازو د اعتراض په توګه خپلې څوکۍ پرېښودې او د وینا له خونې بهر ووتل. دا په داسې حال کې و چې نن هم د حزب‌الله او تل اویو ترمنځ د راکټي بریدونو نښته شوې وه.