د ایران ولسمشر: امریکا سر تر پښو د اسراییل له جنایاتو ملاتړ کوي

طرز پرس

28 سنبله 1403

5562710.jpg

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په لبنان کې وروستۍ چاودنې غندلي او ویلي یې دي چې امریکا سر تر پایه د داسې «جنایاتو» په ترسره کولو کې له اسراییل څخه ملاتړ کوي.
طرز پرس ـ د ایران ولسمشر په یوه بیانیه کې ویلي، لویدیځې او امریکایي هیوادونه په ښکاره ادعا کوي چې د اوربند لپاره کوښښ کوي؛ خو په عمل کې «د اسراییل پر لاس له ترسره شويو جنایاتو، وژنې او ړانده عملیاتو څخه ملاتړ کوي.» هغه زیاته کړې، چې د انسان هوساینې لپاره له ارتباطي وسایلو څخه د ترور او وېجاړۍ وسیلې په توګه کار اخېستل، د انسانیت د سقوط معنی لري. د ایران ولسمشر په تونده ژبه ويلي: «د ترور او ویجاړۍ لپاره د دغه ډول وسایلو کارول، د هغو کسانو پر ضد چې نظر یې له موږ سره یو نه دی، د انسانیت د سقوط، وحشت او په ټولنه کې د جنایاتو د واکمنۍ څرګندونه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان رسنۍ د دویمې ورځې لپاره د همدې ارتباطي وسایلو له چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د زخمیانو شمېر په زیاتیدو دی. بلخوا، حزب الله ګواښ کړی چې په لبنان کې د چاودنو په غبرګون کې اسرائیل ته به سخت سزا ورکړي. د چهارشنبې په سهار د حزب الله له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «جنایتکار دښمن ته یو سخت غبرګون په تمه دی.» د راپورونو له مخې، په دغه چاودنو کې د حزب الله د پارلمان استازي علي عمار زوی، په ګډون د دې ډلې یو شمېر مهم غړي وژل شوي دي. رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په ارتباطي وسایلو کې د چاودېدونکو موادو ځای پر ځای کول د اسرائیل د استخباراتي سازمان موساد کار دی. خو تر اوسه اسرائیل رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.