ایراني چارواکي: اسراییل پر وړاندې په بېړه اقدام نه کوو

طرز پرس

2 میزان 1403

3.jpg

طرزپرس - د ایران یو لوړ پوړي دولتي چارواکي محسن رضایي، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران د اسراییل پر وړاندې له بېړني پوځي اقداماتو څخه ډډه کوي.
تر دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې د ایران همدا چارواکي ويلي وو چې اسراییل ته سخت ځواب ورکول د تهران په لومړیتوبونو کې دی او ډېر ژر به له تل اویو څخه د حماس د سیاسي دفتر د مشر، اسماعیل هنیه، د ترور غچ واخلي. محسن رضایي نن دوشنبه «د تلې۲مه» په خپلو تازه څرګندونو کې د «بېړې اقدام» په نفي کولو سره خپل پرونۍ خبرې توجیه کړي دي. د ایران رسنیو د نوموړي له قوله لیکلي: «موږ له بېړني اقدام څخه ډډه کوو، ترڅو اسراییل ته یو سخت ګوزار ورکړو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د خپلو منځګړو له لارې، تهران ته د هر ډول برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. پنتاګون شاوخوا دوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې خپل لوی جنګي بیړۍ یې له منځني ختیځ څخه بیرته امریکا ته ستنولې، او دا اقدام کېدای شي د اسراییل پر وړاندې د ایران د ګواښ ختمېدو په مانا تعبیر شي.