په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ پر اختلافاتو د ایران د ولسمشر نیوکې

طرز پرس

29 سنبله 1403

R (1).jpg

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ پر اختلافاتو کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اروپایيانو له ټولو اختلافاتو سره د خپلو هېوادونو پولې له منځه وړي، خو مسلمانان برعکس د خپلو هېوادونو ترمنځ دیوالونه جوړوي.
طرز پرس: ښاغلي پزشکیان دغه څرګندونې نن «پنج‌شنبه، د وږي ۲۹مه» په تهران کې د «اسلامي وحدت» په ۳۸مه نړیواله غونډه کې وکړې او په سیمه کې د اسلامي هېوادونو په پولو کې د کټارو جوړول یې هم په سختو ټکو وغانده. نوموړي زیاته کړه: «اروپایان سره له ټولو اختلافاتو خپلې پولې لرې کړې، خپلې پیسې یې یوځای کړې او خپلو هېوادونو ترمنځ ازاده تګ راتګ کوي، خو موږ مسلمان هېوادونه د یو بل ترمنځ دیوالونه جوړوو او یو بل وژنو». مسعود پزشکیان په دې غونډه کې همدارنګه د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافات له زغم وتلې وباله او زیاته یې کړه چې «ولې اسلامي هېوادونه نه‌شي کولی چې له یو بل سره داسې ورورګلوي او نږدې اړیکې ولري».
د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان دا اخوت‌ غوښتونکې څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې په ورستیو کې یوځل بیا د ایران د پولیسو لخوا له افغان کډوالو سره د بدچلند په اړه راپورونه خپريږي. په ټولنیزو رسنیو کې په دې ورستیو کې یوځل بیا داسې وېډيوګانې لاس په لاس کیږي چې له افغان کډوالو سره د ایران د پولیسو بد چلند، وهل ټکول او پخپل سر د محکمې ښکارندويي کوي.