" >

مقالې او شننې

GesE-S-bsAAXinu.jpg

د افغان ښځو مقاومت؛ آزادۍ او عدالت لپاره د طالبانو پر ضد مبارزه

په تېرو درېو کلونو کې، د افغانستان ښځې د طالبانو د ظلم او سخت دریځۍ پر وړاندې د مقاومت په یوه سمبول بدلې شوې دي. دغه مقاومت په داسې حال کې رامنځته شوی چې طالبانو له سختو او ظالمانه سیاستونو سره، یوازې ښځې د اصلي هدف په توګه په نښه کړي دي. طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ
2323.jpg

داعش او د طالبانو ننګونې؛ مرګوني بریدونه او د امنیتي جوړښتونو له منځه تلل

سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو په اړه تکراري ادعاوې کوي، خو دغه ډله ورځ تر بلې د طالبانو پر ضد خپلو ځانمرګو او هدفي بریدونو ته زور ورکوي. داعش ډله په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلې چې د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هدف وګرځوي او د دې ډلې واکمن جوړښت ته جدي زیان ورسوي.
حبهه.jpg

د تبعید په سیوري کې د افغانستان د ژغورنې ادعا؛ واقعیت که خیال؟

د طالبانو ضد سیاسي شخصیتونو یوه ډله د «د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» په نوم یو نوی ائتلاف جوړ کړی دی. دا مجمع، چې د افغانستان د مخکښو سیاسي ګوندونو مشران پکې ګډون لري، د یوې انلاین ناستې له لارې خپله شتون اعلان کړ. خو د دې مجمع ټول غړي په بېلابېلو هېوادونو کې خپاره او په تبعید کې ژوند کوي.
GNYRrX-XQAAjNGs.jpg

د سوریې تحولات ولې طالبانو لپاره ډېر مهم دي.؟

په ورستیو کې لېدل کيږي چې د سوریې تحولات طالبانو لپاره ځانګړې اهمیت لري او دغه ډله هڅه کوي چې د دې تحولاتو په رڼا کې په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ رسمي پاڼې راپور ورکړی چې د دې ډلې سیاسي کمیسیون د سوریې پر تحولاتو غونډه کړې ده. په دې غونډه کې له هیئت تحریر الشام ډلې سره د اړیکو پراختیا او د تعامل څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.
IMG_6937.JPEG

په لاهه کې د طالبانو محاکمه؛ آیا د افغان ښځو لپاره عدالت پلي کېدلای شي؟

د طالبانو له لوري د افغانو ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو دوسیه د شپږو هېوادونو لخوا نړیوالې جزایي محکمې ته د څېړنې لپاره سپارل شوې ده. چیلي، فرانسې، مکسیکو، اسپانیا، کاستاریکا او لوګزامبورګ د هغو جنایتونو د جدي ارزونې غوښتنه کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پیل او تر اوسه روان دي.
45444.jpg

د سوریې تحولات او د طالبانو غبرګون؛ سیمه‌ییزې اغیزې او ایډیولوژیک سیالۍ

په تېرو دوو کلونو کې د سوریې کړکېچ نه یوازې د سوریې پر کورني وضعیت بلکې د سیمې پر تحولاتو او نړیوالو اړیکو هم پراخ اغېزې کړي دي. له یوې خوا، د ایران اسلامي جمهوریت تل د بشار اسد له حکومت څخه ملاتړ کړی او د رژیم وفادار جنګیالي یې پیاوړي کړي دي. خو له بلې خوا، هیئت تحریرالشام او نورې اسلام‌پالې ډلې په مختلفو سیمو کې فعالې دي او د اسد د رژیم د راپرزولو هڅې کوي.
13161-000_15z3q8-585_329.jpg

د افغانستان مذهبي لږکي؛ دوامداره وژنې او د امنیت په برخه کې د طالبانو ناکامي

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان مذهبي لږکي، په ځانګړي ډول شیعه ګان او صوفیان په پرله‌پسې ډول د هدفمند او مرګوني بریدونو لاندې راغلي دي. دا بریدونه زیاتره د افراطي ډلو لکه داعش لخوا ترسره کېږي. که څه هم طالبانو د افغانانو د امنیت ټینګولو ژمنه کړې ده؛ خو بیاهم په هېواد کې د مذهبي لږکیو د امنیت په برخه کې پاتې راغلي دي.
GcRLKgEWUAEiXBT.jpg

په عام محضر کې اعدام: په افغانستان کې د وېرې او ځپلو وسیله

کابل - طرزپرس: طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره یو ځل بیا خپلې سختې او ډارونکې تګلارې پلي کړي دي. دوی تازه د پکتیا ولایت په مرکز کې د لوړپوړو چارواکو او ګڼ شمېر خلکو د سترګو پر وړاندې یو ځوان اعدام کړ. دا عمل چې د ګردېز ښار په لوبغالي کې ترسره شو، د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو، سخت غبرګونونه یې پارولي دي.
-1x-1.jpg

د امریکا په نوې کابینه کې د طالبانو ضد څېرو ګمارنه؛ ټرمپ څه غواړي؟

طرز پرس: د نومبر په شپږمه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له څرګندېدو وروسته، چې د ډونالډ ټرمپ له بریا سره پای ته ورسېد، سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان راتلونکی یوځل بیا په رسنیو کې پراخ انعکاس وموند. ډونالډ ټرمپ، چې اوس د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی، مخکې له دې د افغانستان په وړاندې د جو بایډن پر سیاستونو نیوکه کړې وه او له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو وتل یې یو «شرموونکی وتل» بللی و.
39c7fab7-26f7-4afc-a0a6-e901ed1322a7_690.jpg

ټرمپ او د مسلمانانو رایې؛ د دریځ بدلون یا مصلحت‌پاله سیاست؟

واشنګټن: «طرز پرس» - د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په تېرو وختونو کې یې د اسلام‌ضد څرګندونو او د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر تګ بندیز له کبله، د مسلمانانو یو کلک مخالف په صفت پېژندل کېدو، خو اوس هڅه کوي چې د خپلو دموکراټو سیالانو پر وړاندې، د امریکا د مسلمانانو او عربانو ملاتړ ترلاسه کړي. د ډېرو شنونکو په اند، د ټرمپ په دريځ کې دغه ناڅاپي بدلون او له مسلمانانو او عربانو سره د نږدې کېدو هڅې، د یوې موقتې تګلارې په توګه یواځې د رایو د ترلاسه کولو لپاره یوه هڅه ده.